امنیت

د ننګرهار ولايت د سرپرست په دفترکې نښته

کابل باختر دوري  دمياشتې ١٩ :
د ننګرهار ولايت د سرپرست د ساتوونکو او د ناټو د ځواکونو ترمنځ نښته کې له دواړو لورو څخه دوه تنه ووژل شول.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:
دغه جګړه نن هغه وخت رامنځته شوه چې يوه امريکايي هيئت په جلال آباد ښارکې د ننګرهار ولايت د سرپرست په دفترکې په خبرو بوخت و چې دناټو ځواکونو او افغان سرتيرو پر يو بل ډزې وکړې.
د ننګرهار ولايت امنيه قوماندان فضل احمد شيرزاد دباخترآژانس خبريال ته وويل: په دې پيښه کې د ننګرهار ولايت د سرپرست يو ساتوونکى ووژل شو او دوه تنه نور يې ټپيان شول.
دغه راز د ناټو يو تن  وياند مونيکا رسنيو ته وويل: په دې پيښه کې د ناټو يو تن پوځي وژل شوى دى.
تراوسه پورې د دغې جګړې علت نه دى معلوم.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته