اقتصاد

دکويټې او قندهار ترمنځ هوايي کرښه جوړيږي

کابل  باختردلندي دمياشتې  ٩ :
دپاکستان د پي آى  اې  شرکت په پام کې لري چې دکويټې او قندهار ترمنځ يوه
هوايي کرښه جوړه  کړي .
دپاکستان مطبوعاتو خبر ورکړ چې ددغه هيواد د پي آى  اې  دولتي هوايي شرکت   د پاکستان دکويټې د ښار  او قندهار ترمنځ لومړۍ الوتنه به د راتلوونکې ميلادي مياشتې په ٢٧ نيټه پيل کړي .
د قندهار اوکويټې ترمنځ د هوايي کرښې جوړول د پي آى اې د هوايي شرکت دپرمختيايي پروګرامونو يوه برخه ده .
تر اوسه پورې د افغانستان د ترانسپورت او هوايي چلند د وزارت مقاماتو په دې باب څه نه دې ويلي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته