کابل / د لیندۍ ۱۹مه / باختر
د اوبو او انرژۍ وزارت د انرژۍ معین د افغانستان برېښنا شرکت د لوی ریاست له سرپرست سره په کتنه کې، له دولتي ادارو څخه د دغه شرکت د پورونو د راټولولو په اړه خبرې وکړې.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې چې د برېښنا شرکت تجارتي رییس هم حاضر و، د اوبو او انرژۍ وزارت د انرژۍ معین مولوي عارف الله عارف او د برېښنا شرکت د لوی ریاست سرپرست مولوي عبدالرحمن رحماني د افغانستان برېښنا شرکت د ستونزو د حل په اړه خبرې وکړې.
دغه راز په دې کتنه کې دواړو لوریو له دولتي ادارو څخه د برېښنا د پورونو د راټولولو، د اداري ستونزو د حل، د هغو هېوادونو د پورونو د ورکړې د څرنګوالي چې افغانستان ترې برېښنا واردوي او همدارنګه له دغو هېوادونو سره د برېښنا د قراردادونو د تمدید په اړه هم خبرې وکړې.
په همدې حال کې د اوبو او انرژۍ وزارت د انرژۍ معین، د افغانستان برېښنا شرکت د ستونزو د هوارۍ په اړه ډاډ ورکړ.
په دغو وروستیو کې یو شمېر رسنیو او د ټولنیزو شبکو کاروونکو داسې خبر خپور کړی و چې ګنې د افغانستان برېښنا شرکت د ډالر پر وړاندې د افغانیو د ارزښت د راټیټېدو په دلیل د برېښنا د تعرفې بیه لوړه کړې ده، خو د برېښنا شرکت یې د یوې اعلامیې په خپرولو سره رد کړ.
وهاج