امنیت

دبغلان امنيه قوماندان وستايل شو .

کابل /دليندې ١٩مه /باختر :
دبغلان ولايتي شورا پرون ددغه ولايت دامنيه قوماندان کارونه وستايل .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، په هغې غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوه دبغلان ولايتي شورا  ددغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال محمد ويس صميمي يې دښه امنيت دتامينولو  دهڅواود جنايي جرمونو دمشکوکوکسانو دنيولو او په بغلان کې دجنايي جرمونو دکمښت په خاطر وستايه .
ددغې غونډې  په پاى کې هغه ستاين ليک چې دبغلان دولايتي شوراله خوا برابر شوى و دبغلان امنيه قوماندان ته ورکړ شو.
  ختم_ شکريه _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته