فرهنګ

افغان ملي ارکستر پرانيستل شو .

کابل باختر د غبرګولي  پنځمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزير عبدالباري جهاني نن  افغان ملي ارکستر پرانيست . 
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې :په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دمعينانو او رييسانو او دپارلمان دځينو وکيلانو ، ديوشمير هنرمندانو او دموسيقۍ  دمينه والو په ګډون جوړه شوې وه ، داطلاعاتو اوفرهنګ وزير دموسيقۍ هنر  دارزښت په باره کې خبرې وکړې او ويې ويل  چې موسيقي نه يواځي دروح خواړه  بلکې ديوه قوم دفرهنګ څرګندويه  ده او هغه قومونه چې ښه موسيقي لري  پرمختللې موسيقۍ لري دلوړو فرهنګ خاوندان دي .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزير زياته کړه: وياړم چې له اووه ويشت کلن  ځنډ وروسته  نن بيا موږ دموسيقي دارکستر خاوندان شو او له دې وروسته کولاى شو  دحماسې ، هيوادنيو او دملي فرهنګونو موسيقۍ له افغان  ملي ارکستر څخه په استفادې سره ثبته  کړو .
  ده بېلابېلو  هنرونو په تيره بيا  موسيقې ته پاملرنه يومهم فرهنګي ارزښت وباله او ددغې  برخې دبډاينې  په خاطر يې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دهڅو په باب خبرې وکړې .
دغه راز داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دموسيقۍ رييس محمد احسان عرفان دموسيقۍ هنر دبرخې او دهغو زيانونو په اړوند  چې دتيرو پيښو له امله رسيدلي دي معلومات ورکړل او څرګنده يې کړه چې دغه ارکستر  داستاد فقير محمد فقيري په رهبرۍ  دهېواد دڅلورويشتو تنو برياليو او ټکړه غږونکو  په لرلو سره داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دموسيقۍ رياست  په چوکاټ کې بيا په فعاليت پيل وکړ .
ده دغه راز دموسيقۍ هنر او هنرمندانو ته پاملرنه دموسيقۍ هنر  په وده کې يو ضروري کار وباله او ويې ويل چې دافغان ملي ارکستر په پرانيستلو سره دهېواد په موسيقۍ  کې يوه نوې پاڼه رامنځته شوه .
ددغې غونډې په بهير کې دافغان ملي ارکستر  دغږوونکو له خوا دموسيقې پارچې او دهېواد دتکړه  سندر غاړي استادعبدالرحمن رحماني او دغه راز دموسيقۍ رياست دهنرمندانو درويش ، شاه محمد او سليم جاويد له خوا دسندرو پارچې اجرا شوې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته