ګرديز باختر د وري د مياشتې ١٣ مه
جمهور ريېس محمد اشرف غني پکتیا ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له یو شمېر قومي مشرانو سره وکتل او د دوی ستونزې يې واوریدې.
د باختر اژانس د سیمه يېز خبریال د خبر له مخې:
په دې کتنه کې د پکتیا ولایت قومي مشرانو له زیربنایي پروژو او د سولې له پروسې څخه د ملاتړ ترڅنګ، خپلې ستونزې له جمهور ريېس سره شريکې کړې.
په همدې حال کې جمهور ريېس د پکتيا ولايت قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ چې ستونزې به يې حل شي.
هغه د قومي مشرانو له هغې پريکرې هم مننه وکړه چې خپل ماشومان به زده کړو ته وهڅوي.
جمهور ريېس د سولې په برخه کې د قومي مشرانو رول مهم وباله او له دوى څخه يې وغوښتل چې د سولې په برخه کې هلې ځلې وکړي.
جمهور ریېس زیاته کړه، په پکتیا کې به د پرمختیایي پروژو د تطبیق لړۍ ادامه ولري.
هغه وويل یوازې حکومت په پروژو کې د فساد مخنیوی نه شي کولای، نو اړينه ده چې ملت هم د فساد پر وړاندې ودریږي.
جمهوررييس غني د هېواد له اوسيدونکوڅخه غوښتنه وکړه، چې په راتلونکو ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي او وړ کسانو ته دې رایه ورکړي .پاى _ وصال
1 1 دقیقه لوستل