سیاست

د میدان وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ دقومي شورا رئیس او غړو د اجرائیه ریاست له لومړي مرستیال انجینیر محمد خان سره وکتل

-کابل باختر د لړم اوومه
په دغه کتنه کې د سیدآباد ولسوالۍ سربېره د ولایت په سطحه د معلیمینو د معاشونو، امنیتي ستونزو او د یادې ولسوالۍ په درېو اداري واحدونو د ویش په اړه خبرې وشوې.
داجراييه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ.
په پېل کې د سیدآباد ولسوالۍ د قومي شورا رئیس انجینیر محمد داود ولکزي خبرې وکړې او وې ویل: د سیدآباد ولسوالۍ په درېو واحدونو د ویش خبره له مربوطه ارګانونوسره شریکه شوي وه چې د ضرورت په اساس دغه ولسوالۍ په درېو اداري واحدونو ويش او منظور شوه، خو د عملي کیدو لړۍ یې لا تر اوسه نه ده پېل شوې.

د قومي شورا رئیس زیاته کړه: د میدان وردګو ولایت ښوونکو له ډیرې مودې راپه دیخوا خپل معاشونه نه دي تر لاسه کړي او له ګنو اقتصادي ستونزو سره مخآمخ دي؛ نوموړي د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال څخه غوښتنه وکړه چې یادو ستونزو د حل  په موخه ورسره مرسته وکړي.

همداراز د سیدآباد د قومي شورا مرستیال حاجي نواب د کابل ــ کندهار لویې لارې د سیدآباد اړوند سیمې د امنیت په اړه خبرې وکړې او د دې سیمې د امنیت دتآمينولو غوښتنه یې وکړه.

د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجینیر محمد خان د هېواد په دې نآزکو شرایطو کې د شورا ګانو رول ډیر مهم وباله او وې ویل: قومي شورا ګانې کولای شي چې د خپلو سیمو په تيره بيآ هغه سیمې چې د امنیتي ستونزو او ګواښونو لاندې دې حل کړي.

همدارنګه لومړي مرستیال د سیداآباد ولسوالۍ اداري ویش د ولسونو او دولت ګډه اړتیا وبلله او زیاته یې کړه د یاد اداري ویش د ژر عملي کیدو خبره به له امنیت شورا سره شریکه کړي تر څو په دغه برخه کې کوټلي ګامونه پورته شي.
ده دپوهنې آودښوونکو د معاشونو په اړه د پوهنې وزارت له اړوند مسؤلینو سره تلیفوني خبرې وکړي او دوی ته یې سپارښتنه وکړه چې په دې برخه کې شته ستونزې حل کړي.

د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال راغلو قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ چې د کابل ـ کندهار لویې لارې په ځانګړې توګه د سیدا آباد ولسوالې اړوند سیمې د امنیت په اړه به هم له امنیتي مسؤلینو او چارواکو سره د حل په موخه خبرې وکړي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته