امنیت

څوارلس تنه وسله وال طالبان دافغانستان په ختيځ کې له افغان پوځيانوسره په نويو نښتو کې ووژل شول .

کابل باختر د زمري لسمه :
څوارلس تنه وسله وال طالبان دافغانستان په ختيځ کې له افغان پوځيانوسره په نويو نښتو کې ووژل شول .
  دغه جګړې  تيره شپه  او نن سهار  دکونړ او نورستان په ولايتونوکې  هغه وخت ونښتې  چې يوې ډلې يرغلګرو  دپوځيانو په کاروانونو بريدونه وکړل .
  دافغانستان په ختيځ کې دسرحدي پوليسو يوه جګپوړي قوماندان  دباختراژانس خبريال ته وويل  چې په دغونښتو کې  ديوه پاکستاني په ګډون څوارلس تنه وسله وال طالبان  ووژل شول .
  ده وويل  په يرغلګرو دپوځيانو په کاروانونو دبريد په وخت کې  دهغوى له خوا بريد وشو . 
ويل کيږي چې په دغو نښتو کې پوځيانواو ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته