امنیت

د قندهار د بريښنا رياست اووه تنه کارکوونکي وتښتول شول

  قندهار/ باختر دزمري دمياشتې  ١٦  :
وسله والو طالبانو پرون د قندهار د بريښنا رياست  ٧ تنه کارکوونکي وتښتول.
دقندهار دوالي وياند باخترآژانس ته وويل  دبريښنا رياست دغه کارکوونکي د بريښنا د مزي د ترميمولو په خاطر د هلمندولايت د سنګين ولسوالۍ ته تللي وو  چې د طالبانو له خوا وتښتول شول.
خبرځاى زياته کړه: دغه کارکوونکي د قندهار او هلمند د ولايتونو  اوسيدونکي دي او غوښتل يې د قندهار _ هلمند په لويه لاره کې د بريښنا غوڅ شوي مزي ترميم کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته