امنیت

په کونړ کې دطالبانو په ډله ييز بريد کې څلور تنه طالبان ووژل شول او شپږ تنه نور ټپيان شول.

کابل باختر د مرغومي دمياشتې ١:
دکونړ ولايت دمرورې ولسوالۍ   دسرکوهي په پوستو  دطالبانو  دتيرې شپې په ډله ييز بريد کې څلور تنه وسله وال طالبان  ووژل   شول او  شپږ تنه   نور ټپيان شول.
دکونړ ولايت  امنيه قوماندان جنرال عبدالحبيب سيدخيل دباخترآژانس خبريال ته وويل :  چې دغه  بريد  دپوليسو په هغو پوستو چې دمرورې ولسوالۍ په غرونو  کې موقعيت لري  وشو ، چې له امله يې  څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او شپږتنه نور ټپيان شول.
يوه اړونده خبرځاى وويل :   چې په   امنيتي پوستو دوسله والو طالبانو   او دپوليسو دځواکونو ترمنځ  جګړه کې   او دتوغندي دلګيدو له امله دپوستې  يوې برخې اور اخيستى دى.
دسيدخيل دڅرګندونوله مخې  : په دې  جګړه  کې  دوه تنه وژل شوي طالبان د
پاکستان دباجوړو اوسيدونکي وو .
ديادونې وړ ده  چې هغه پوسته چې  دوسله والو طالبانو له خوا ډله ييز بريد پرى شوى دى له دوو مياشتو را په دې خوا  دپولې له  اخوا څخه   دطالبانوله بريد څخه داسعداباد ښار  دخونديتوب په خاطر  جوړه شوې وه .
په خبرکې ويل شوي دي چې په دې نښته کې يو پوليس هم شهيد شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته