کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ١٦ :
دهرات ښار په ١٤ ناحيه کې دپنځه کيلومترو په اوږ دوالي د کوڅو دکانکريټ کولو اودويالو د جوړولو کار بشپړ او دهرات دوالي محمدآصف رحيمي له خوا ګتې اخيستنې ته وسپارل شول.
دغه طرحه دهرات ښاروالۍ له خوا دهبيتات او د اروپا اتحاديې په مالي مرسته بشپړه شوې ده .
دغه پروژه د هرات ښاروالۍ د ١٤ ناحيې دسيدميريحيى په سيمه کې د ٩٠ زرو امريکايي ډالروپه لګښت اودخلکو په وڼدې بشپړه شوې ده.
دهرات ښاروالۍ مرستيال اوسرپرست غلام غوث نيکبين ددغې پروژې دپرانستلو په مراسمو کې دسيمې له خلکو څخه وغوښتل چې د پروژو د تطبيق په لاره کې له ښاروالۍ سره همکاري وکړي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ