ټولنه

د لوګرپه مرکزکې د سلګونوجریبه کرنیزې ځمکې اوبه برابرې شوې

کابل / د چنګاښ ۲۴ / باختر
د لوګرپه مرکزپل علم ښارکې د اوبولګولو د یو کانال په جوړېدوسره د سلګونوجریبه کرنیزې ځمکې اوبه برابرې شوې.
دغه کانال د خلکوله کورونوڅخه په تېرېدو سره له یوې سرچېنې څخه کرنیزوځمکوته اوبه لېږدوي.
د کلیو د بیا رغاونې او پرمختیا وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولوسره ویلي دي چې د دغه کانال په جوړېدو کې د ولسي تړون د پروګرام له لارې یو ميلیونو۴۰۰ زره افغانۍ لګولي دي.
د دغه کانال په جوړېدوسره د بزګرانوڅه نا څه ۳۰۰ جریبه کرنیزې ځمکې خړوبه شوې.
بزګران په خوښی سره وايي چې د دغه کانال په ګټې اخیستنې سره د دوی په کاراو کرکیله کې به د سمون سبب شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته