امنیت

د دوو پاکستاني اتباعوپه ګډون دولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول

ميدان – باخترآژانس د وږى ١٥
په ميدان وردګو ولايت کې دطالبانو ديو قوماندان په ګډون دولس تنه وسله  وال طالبان او دوه تنه پاکستانيان ووژل شول.
ويل کېږي دغه کسان دميدان ښار په مربوطاتوکې دافغان او بهرنيو ځواکونو دګډو عملياتو په بهير کې وژل شوي اوټپيان شوي دي.
دميدان وردګو د والي ويندوى شاهد الله شاهد باختر آژانس ته وويل: په هغو عملياتو کې چې دميدان ښار دمربوطاتو په ملاخيلو ،چارکېو، کهنه خمار اوکوټه عشروکې ترسره شول، دولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او پنځه تنه نوريې ټپيان شول.
ديو اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې، په دغو عملياتوکې دطالبانو يوتن مشهور قوماندان روح الله له دوو تنو پاکستاني اتباعو سره هم ووژل شول.
خبرځاى زياته کړه: په دغو عملياتو کې دطالبانو يوه اندازه جنګي وسايل دافغان امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
شاهدالله زياته کړه چې په دغو عملياتو کې دملي اردو پنځه تنه سرتيرې هم پرسيرن ټپيان شوي دي چې روغتون ته له ليږدونې وروسته روغتيايي حالت يې مخ په ښه والي دي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته