سیاست

دملي دفاع وزارت ويندوى له رسنيو،ګوندونو او له ټولنيزو شبکو څخه مننه وکړه

کابل باختر دکب شپږمه :
دملي دفاع وزارت ويندوى له هغو ټولو ګوندونو، مدني بنسټونو، سياسي شخصيتونو، د چارو له کارپوهانو او په تېره بيا د ټولنيزې شبکې له فعالينو څخه چې د ملي اردو د يو ويشتوتنو ميړنيومنسوبينو دشهادت په خاطر دخپلې ډاډګيرنې او خواخوږۍ مراتب څرګند کړي دي؛ مننه وکړه.
دباخترآژانس دخبر له مخې تورن جنرال عظيمي په دې اړوند ويلي دي: دملي اردو منسوبينوته چې د هيواد د خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتيا، ملي واکمنۍ مثبت غرور او د ملي نواميسو د ساتنې په خاطر يې دغه مقدسې جامې اغوستې دي او د خداى ، هيواد او خلکو او د اسلامي او ملي ارزښتونو دساتنې په خاطر هر راز قرباني ته چمتو دي .
د افغانستان د خلکو د پراخ او هراړخيز ملاتړڅخه لوړهيڅ ارزښت نه شته.
ده دغه راز له هغو ټولوبنسټونو څخه چې ليکلي پيغامونه يې راوليږل؛ له صوتي، تصويري اوچاپي رسنيو څخه چې د ملي اردو د سرښندنو په اړوند په دې نازک تاريخي پړاوکې خپل اسلامي، ملي او هيوادنى رسالت ادا کړ په تېره بيا د غازي آباد د پيښې د وياړلو شهيدانوپه اړوند خپل رسالت ادا کړ، خو د زړه له کومې مننه وکړه .
ده وويل: د ملي دفاع وزير سترجنرال بسم الله محمدي د افغانستان له ټولوخلکو او له دغوبنسټونو څخه مننه او قدرداني کوي او ستاسو ملاتړ د ملي اردو ډير ستر برياليتوب بولي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته