سیاست

دولايتي شوراګانو د پنځه ويشتو تنو نوماندانو نومونه چې دانتخاباتو دخپلواک کميسيون له وروستي لست څخه حذف شوي دي دغه کميسيون ته ليږل کيږي.

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ٧ :
دانتخاباتي شکايتونو دکميسيون ويندوى  وايي چې د ولايتي شوراګانو دپنځه ويشتو تنو نوماندانو نومونه  له وروستي  لست څخه حذف شول.
دانتخاباتي شکايتونو دکميسيون ويندوى  محمدنادر محسنى د باختر آژانس
له خبريال سره په مرکه کې وويل :  ددغو نوماندانو د سندونو او دهغو شکايتونو دڅيړنې په بهير کې چې کميسيون ته رسيدلې وو ددغو کسانو نومونه په دې دليل چې قانوني عمر يې نه وبشپړ شوى او په سندونو کې يې جعل او تذوير موجودو چې په نتيجه کې کميسيون تصميم ونيوه  چې ددغو پنځه ويشتو تنو نومونه چې له شپاړلسو ولايتونو څخه دې دانتخاباتي نوماندانو له لست څخه حذف کړي  .
محسني زياته کړه ،  ټاکل شوې ده  د دغو کسانو لست چې درې ښځې هم پکې شاملې  دي نن دانتخاباتو خپلواک کميسيون  ته وليږل شي.
خو د انتخاباتو دخپلواک کميسيون له مسوولينو سره له پرله پسې اړيکو سره سره په دې بريالي  نه شو چې له وروستي  لست څخه دولايتي شوراګانو ددغو نوماندانو دنومونو دحذفولو  په  باب دهغوى نظر ترلاسه کړو .
څه دپاسه دريو زرو تنو دولتي شوراګانو لپاره ځانونه کانديد کړي دي چې له دې جملې څخه  دوه زره  اووه سوه  ديارلسو تنو  وروستي  لست ته لاره موندلې  ده .
د انتخاباتو د خپلواک   کميسيون   د  مسوولينو  د  څرګندونو له   مخې ، دولايتي شوراګانو دنوماندانو انتخاباتي مبارزې د روان کال دکب دمياشتې په ديارلسمه نيټه    پيل  او د راتلونکي  کال دوري  دمياشتې تر ديارلسمې نيټې   پورې    دوام وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته