اقتصاد

يو زرو څلورسوه هکټاره ځمکه په بدخشان کې خړوبيږي

کابل باختر د وري درې ويشتمه :
د بدخشان ولايت د سنګ مهر د کانال د بيا جوړولو او پراختيا کار د انرژۍ او اوبو وزارت له خوا پيل شو.
دغه کانال چې د کوکچې سيند ته څېرمه موقعيت لري او د فيض آباد ښارله مربوطاتوڅخه تيريږي؛ دبيا جوړولو او پراختيا کار به يې په دووکلونوکې بشپړ شي.
دکوکچې سيند د سمندري حوزې مسوول انجنير محمدرفيع بهمن دباخترآژانس خبريال ته وويل: دغه کانال چې شل کيلومتره اوږدوالى لري؛ ١١ کيلومتره نور هم  د دشت لايابه په لورغځول کيږي .
محمدړ رفيع وايي چې همدا اوس په دې کانال کې د اوبو بهير دوه مترمکعب دى چې په ترميمولو اوپراختيا سره به يې د اوبو کچه څلور متره مکعب ته  لوړ شي.
دکوکچې د سمندري حوزې رييس زياته کړه: ددغې سترې کرنيزې پروژې دکار په بشپړيدو سره به١٤٠٠هکتاره کرنيزه ځمکه خړوبه شي او د ٢٨٠٠ کورنيو د څښاک اوبه به هم تامين شي.
يوه اړونده خبرځاى وويل: په دغې پروژې ٢٩٢ مليونه ٤٤٠ زره افغانۍ لګيږي چې د نړيوال بانک له خوا ورکول کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته