نړۍ

دامريکا دبهرنيو چارو وزيره له روغتون څخه رخصته شوه .

واشنګتن – باختر دمرغومي څوارلسمه
دامريکا دبهرنيو چارووزيره هيلري کلنتن له علاج او درملنې وروسته دنيويارک له روغتون څخه  رخصته شوې ده .
ميرمن کلنتن  دمعالجو ډاکترانو له  خولې  دامريکا دبهرنيو چارو وزارت  په وينا کي ويل شوي دي  چې دميرمن کلنتن روغتيايي حالت ښه شوى دى .
په وينا کې ويل شوي دي ميرمن کلنتن  ليواله ده  چې دبهرنيو چارو په وزارت کې خپل کار ته ستنه شي .
دبارک اوباما  دجمهوري رياست  په دويمه دوره کې چې نږدي درې اوونۍ وروسته په رسمي ډول پيليږي ميرمن کلنتن به  نور دبهرنيو چارووزيره نه وي .
داچې اوس پنځه شپيته کلنه ده او زياته موده کيږي  چې اعلام يې کړي دي  نيت نه لري  چې داوباما دجمهوري رياست په دويم دوره کې په دولت کې وي .
دميرمن کلنتن  دسلامتيا مسئله درسنيو دځانګړي پاملرنې وړ وګرځيده چې نظر سنجونې ښيي  دادامريکا دراتلونکي جمهوري رييسې په توګه  دټاکل کيدو لپاره اوچت بخت لري .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته