امنیت

په هرات کې د يوې چاودنې مخه ونيول شوه

هرات/ باختر  دچنګاښ ٢٦
د هرات ښار د کمربندي سړک د جوړولو په تګلوري کې د يوې چاودنې مخه ونيول شوه.
د هرات ولايت د ملي امنيت رياست د منسوبينو د اوپراتيفي کار له امله يو بوشکه يي ماين چې د وسله والو طالبانو له خوا د ګذرې ولسوالۍ دکاريز صوفي په کلي کې د سړک په تګلوري کې ځاى پرځاى کړى شوي و، کشف او د ملي اردو  د ماين پاکولو د ټيم په همکارۍ شنډ او وچول شو.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد باختر آژانس ته وويل چې د دغه ماين په کشف او شنډولو سره په ملکي وګړو د يوې چاودنې مخه ونيول شوه .
ده وويل چې د دغې پيښې دعاملانو دپيژندني او نيولولپاره پلټنې پيل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته