کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٢ :
د ملي امنيت دلوى رياست موظفينو دکابل ښار په ٧ ناحيه کې د خاصو عملياتو په بهيرکې دطالبانو يو پټنځاى چې په هغه کې ځانمرګي واسکټونه چسپکي ماينونه او سپکې وسلې پکې ځاى پرځاى شوې وې ، کشف او شنډکړل.
دملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
تروريستانو نيت درلود په کابل ښارکې له دغو توکو څخه استفاده وکړي چې په هغه کې ٣ عيار شوي ځانمرګي واسکټونه ،.٦چسپکي ماينونه ، په يوه لاسي بکس کې ځاى پرځاى شوي يو له ځانه جوړ شوى ماين ،دچاودنو لپاره عيار شوي ٦ نوکيامبايلونه له فيوزونو سره ٦، لاسي بمونه ، په تور او سپين رنګ دچاوديدونکو موادو ١٥ انډي ، ٥٠ متره ثانيه سوز فليته ، ٢ ريموټونه، ٨ دريموټ کنترول تختونه ، دچاودنو ٢ سوچونه ، ١٩ برقي کپسولونه ، دبريتا تومانچۍ ٧٠ پاکستانۍ ګولۍ ، يو بوتل بيهوښه کوونکى ګاز او يوشميرسپکې وسلې او پوځي تجهيزات شامل دي .
د دغه پټنځي له کشف وروسته هغه ځانمرګي واسکټونه چې د ځانمرګو بريدونو په مقصد عيار شوي و د ملي امنيت دلوى رياست دتخنيکي ټيم له خوا شنډکړاى شول.
د ملي امنيت د لوى رياست موظفينو دتروريستانو ددغه پټنځي په کشفولو سره په کابل ښارکې د څو خونړيو ډاراچوونکو پيښو مخه ونيوله .
0 1 دقیقه لوستل