امنیت

د نشه يي توکو يو قاچاق وړونکې په واصل آباد کې ووژل شو

کابل / باختر/ د وږي١٧مه
د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند وايي چې د نشه يي توکو يو قاچاق وړونکې پرون د کابل په واصل آباد کې ووژل شو.
د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز د باختر آژانس خبريال ته وويل: دکابل د واصل آباد يو اوسيدونکى د نشه يي توکو د قاچاقو په تور له دوو کلونو را په دېخوا تر تعقيب لاندې پرون کله چې پوليسو د هغه د نيولو لپاره هڅه کوله؛ څو قاچاق وړونکو له پوليسو سره په نښتې لاس پورې کړ او هغه سړى چې تر تقيب لاندې و؛ ووژل شو.
پوليسو د دغه وژل شوي سړي د وژل کېدو د څرنګوالي په اړوند څېړنه کوي چې هغه  د پوليسو په ډزو کې وژل شوى دى او يا د خپلو همکارانو له لوري.
پاى ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته