فرهنګ

دلرغونپوهنې رياست دجوړيدو دپنځوسمې کاليزې په مناسبت علمي سيمينار جوړ شو .

-کابل باختر دکب نهمه :
دلرغونپوهنې رياست  دجوړيدو دپنځوسمې کاليزې  په مناسبت  ، پرون  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له خوا په کابل کې  يو علمي سمينيار جوړ شو .
  دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ،  ددغه سيمينار  کار  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دسرپرست  پوهاند محمد رسول باوري  ، دجمهوري رياست دسلاکارانو ، دلوړو زده کړو او د سرحدونو قومونو اوقبايلو دچارو د وزارتونو دمعينانو ، ديوشمير دولتي مسوولانو ، دپوهنتونونو داستادانو او دفرهنګي شخصيتونو  په ګډون پيل شو .
ددغه سيمينار په پيل کې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمد رسول باوري ددې تر څنګ چې دلرغونپوهنې رياست  دجوړيدو دپنځوسمې کاليزې له امله دهېواد لرغونپوهانو ، فرهنګيانو او ټولو خلکو ته  مبارکي وويله  او څرګنده  يې کړه  چې په تيرو پنځوسو کلونو کې  دلرغونپوهنې برخې  زياتې ستونزې او لاسته راوړنې لرلي دي .  چې له دې جملې  څخه  يوه هم په تيرو پيښو کې  دهېواد  دملي موزيم په سلو کې داويا  اثارو لوټيدل او سوځيدل دي  چې په هغو کې  داسې اثار هم شتون درلود  چې  نوي کاله مخکې  دهېواد دلرغونپوهانو له خوا  ترلاسه شوي و ،. او دغه راز  دباميانو دمجسمو ويجاړيدل چې  نه جبيره کيدونکي  ضايعه ده .
دغه راز پوهاند باوري  دلرغونپوهنې په لاره کې  يو لړ برياليتوبونه هم  په ګوټه کړل  او ويې ويل  چې لرغونپوهنه هم  دنورو برخو په شان  زياتې لاسته راوړنې لري  او دنړيوالو پاملرنه يې  ځان ته  جلب کړې ده .
لکه څنګه چې دلومړى ځل لپاره دعلوم اکاډمي دلرغونپوهنې انستيتوت له خوا دکابل په مرنجان غوڼدۍ  کې  دکيندنو کار په خپلواک ډول  پيل شو او وروسته  دبيلابيلو هيوادونو په همکارى 
٨٩٣٧٥٩٨٣٧٥٨٩٣٧٨٩٣٧٥٨٩٣٧٩
ده زياته کړه  چې  په بيلابيلو هېوادونو کې  د طلا تپې داثارو دنندارتونونو په جوړولو سره مو  وکولى شول  چې دهېواد فرهنګي شتمنى نړيوالو  ته معرفي کړو . او  د مس عينک په ساحه کې  دکيندنو په کار کې هم  دنړيوالو دپاملرنې  په جلبولو  بريالي شو .
  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست  دنړى په فرهنګي ميراثونو کې  دهېواد ديوشمير  تاريخي څلو او لرغونو ساحو دثبت يادونه هم وکړه او زياته يې کړه  چې دهېواد هره څنډه  له لرغونو اثارو څخه  بډايه ده  او ټينګار يې وکړ  چې دهېواد  دلرغونپوهنې برخه  زيات کار او هلوحلو ته اړتيا لري .
  وروسته  دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس  محمد اشرف غني  پيغام  د جمهور رييس  دسلاکار لعل پاچا ازمون له خوا  ولوستل شو . چې په يوه برخه کې ويل شوي دي .
دخوشحالى ځاى دى چې دلرغون پيژندنې رياست دپنځوسمې کاليزې په مناسبت  علمي _ تحقيقي غونډه  جوړيږي ، که څه هم دلرغون پيژندنې  ددې ادارې تر  جوړيدو ډيره موده پخوا په دې ساحه کې مهم کارونه  شوي او داستاد علي احمدکهزاد غونډې سترو شخصيتونو دقدر وړ خدمتونه کړي دي  خو دلرغون پيژندنې رياست  فعاليتونه خپل  اهميت او خپل تاريخچه لري  چې لازمه ده  دهڅو درناوى  اوقدرداني يې وشي.
دغسې غونډې نه يوازې نوي نسل ته زموږ دعلم او فرهنګ دخادمانو له معرفي کولو سره مرسته کوي ، بلکې دا فرصت برابروي چې لرغون پيژندنې  په برخه کې  دکارونو  په لاښه تنظيم  اوښه والې باندې غور وشي
دغه راز په پيغام کې  ددې تر څنګ چې ددغه سيمينار دجوړولو په خاطر داطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت څخه  قدرداني شوې ده  ، ويل شوي دي  چې دغه شان  غونډې  نه يوازې  دنوي نسل لپاره  بلکې  زموږ د علم اوفرهنګ دخدمتګارانود پيژندنې او معرفي کولو په خاطر هم  مرسته کوي . بلکې دافرصت برابروي  چې په ښه توګه  دلرغونپوهنې دبرخې  دکارونو دتنظيم په لاره کې  زيات دقت  او پاملرنه وشي .
وروسته  داجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله پيغام  داجراييه رياست دفرهنګي  چارو دسلاکار  مرزا محمد روستايي په واسطه ولوستل شو چې په يوه برخه کې يې ويل شوي دي .
( افغانستان يوله هغو هېوادونو څخه ده چې دتاريخي لرغونتيا له پلوه  دنړۍ ډير لرغونې هېواد بلل کيږي  له همدې امله  په دغه هېواد کې دلرغونپوهنې دفعاليتونو  لپاره  جدي او ستره اړتيا  احساسيږي .
  له بلې خوا  سره له دې چې افغانستان  دلرغونپوهانه فعاليتونو لپاره  ښه ټاټوبى دى  خو دچارو  دمسوولانو دکم کفايتي  او هم  دڅو وروستيو لسيزو د خونړيو جګړو  په دليل  دغه هېواد تراوسه پورې  په دې برخه کې  دمثبت رول دلوبولو لپاره  لازم ظرفيتونه  نه دي ترلاسه کړي .
  دغه راز  په کابل کې دفرانسې سفير هم  دلرغونپوهنې په برخه کې ددغه هېواددهمکاريو په باره کې معلومات ورکړل او په افغانستان کې دلرغونپوهنې دبرخې  دپرمختګ  په باب يې  خبرې وکړې  .
ده  څرګنده کړه چې لرغونپوهنه کولى شي  ديوه هېواد  دتاريخ په اړوند  مهم سندونه  وړاندې کړي .
ديونسکو استازي هم په خبرو کې  په فرهنګي برخو په تيره بيا  دلرغونپوهنې په برخه کې  ددغه بنسټ دفعاليتونو  او کړو وړو په باب  معلومات ورکړل .
  دلوړو زده کړو وزارت معين  ډاکتر احمد  سير محجورپه دې باب څرګنده کړه چې  هنر اوفرهنګ  ديوه هېواد او ملت  د هويت  منعکس کوونکي دي .
ده وويل  چې دلوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کې  دلرغونپوهنې  پوهنځي هم  فعاليت کوي  او دطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت سره ددغه  وزارت  دهمکارى ډاډ ورکړ .
دغه راز ددغه سيمينار په مناسبت دافغانستان دعلومو اکاډمۍ پيغام  دڅيړنپوه عبدالجبار عابد او دکابل پوهنتون  پيغام دپوهندوى  زلمي هوټک له خوا ولوستل شول . 
  وروسته  دافغانستان  دڅيړنې او تحقيق دواحد دادارې رياست مرستيال مير احمدجوينده دلرغونپوهنې دکار په لاره کې ديولړ  لوړو اوژورو په باره کې  څرګندونې وکړې او ويې ويل چې دلرغونپوهنې په کار کې  دهمغږى او دکاري تداخل دمخنيوي په مقصد ، بايد هغه ټول بنسټونه  چې دلرغونپوهنې په لاره کې کار کوي  تر يوه چتر لاندې راشي .
  دسرحدونوقومونواوقبايلو دچارو وزارت  معين عبدالغفور ليوال دلرغونپوهنې  او دنورو  علومو ترمنځ  داړيکو په باب  خبرې وکړې  او له لرغونپوهنې سره دنورو علومو  نږديوالي يې  يوه اړتيا وبلله .
  دغه راز ددغه سيمينار دکار په بهير کې  دلرغونپوهنې  دکړو وړو په باب  يو مستند فلم  چې دافغان فلم له خوا  جوړ شوي و ،  نندارې ته وړاندې شو او دغه راز برخه والو  د مس عينک  دلرغون پوهنې داثارو  دعکاسى ، دبيهقي دکتاب خپرونو دکتابونو او دملي نګارستان  دانځورګرى داثارو نندارتونونه  چې دلرغونپوهنې  رياست  دجوړيدو دپنځوسمې کاليزې  په مناسبت  جوړ شوي و .  ، وکتل .
  په همدې ترتيب  دسيمينار لومړى علمي مجلس  درييس په توګه  دملي موزيم درييس  محمدفهيم رحيمي،  دمرستيال په توګه دعلومو اکاډمۍ دغړي څيړنپوه  کتاب خان فيضي ، او دمنشي په توګه  دکابل پوهنتون داستاد پوهنمل  مجتبى  عارفي له انتخاب وروسته  په کار پيل وکړ .
په دې مجلس کې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دلرغونپوهنې رييس  نور اقا  نوري  په هېواد کې  دلرغونپوهنې دتاريخچې په باره کې معلومات ورکړل او ددغې برخې  دلارې پرسر  يولړ  پرتې ستونزې  اوخنډونه  او لاسته راوړنې يې په ګوټه کړې .
  ده زياته کړه  چې لرغونپوهنې رياست دې بايد  دلرغونپوهنې په انستيتوت  بدل شي  چې دټولو بنسټونو دلرغونپوهنې  ټول فعاليتونه تر يوه چتر لاندې  ترسره شي .
   دغه راز  ديونسکو استازي  دهېواد دلرغونپوهنې په برخه کې  ددغه بنسټ  دفعاليتونو او داغا خان دفرهنګي بنسټ  استازي  انجنير  عبدالواسع  نجيمي ددغه بنسټ  دکړنو او فعاليتونوپه باب  معلومات ورکړل .
دغه راز  دافغانستان دعلومو اکاډمۍ  دلرغونپوهنې انستيتوت آمر  فرهاد احمدي  په افغانستان کې دلرغونپوهنې  دڅيړنو دلنډې تاريخچې او دخپلو علمي  لاسته راوړنو په اړوند  معلومات وړاندې کړل .
دسيمينار علمي مجلس  درييس په توګه  دتاريخي ابداتو درييس عبدالاحد عباسي  دمرستيال په توګه دکابل پوهنتون داستاد پوهندوى زلمي هوټک او دمنشى په توګه  د فايقې  لحظه  له انتخاب وروسته په کار پيل وکړ .
ددغه مجلس په کار کې  ددافا استازي  دلرغونپوهنې په برخه کې ددغه بنسټ  دفعاليتونو ، د ختيځ پيژندنې انستيتوت  ساحوي رييس  په افغانستان کې دامريکا د ختيځ پيژندنې انستيتوت دفعاليت  ،  دافغانستان دعلومو اکاډمۍ دلرغونپوهنې  دتحقيقاتو رييس  نجيب صديقي  د هرات او غور په ولايتونوکې دوروستيو څيړنو،  دافغانستان دعلومو اکاډمۍ غړى علي احمد جعفري دافغانستان  دکوشاني دورې  دلرغونپوهنې دتحقيقاتو په باب  لنډه کتنه ،  دافغانستان دعلومو اکاډمي غړي  کتابخان فيضي دهېواد په اقتصاد کې دلرغونپوهنې درول او دکابل پوهنتون استاد مجتبى عارفي په افغانستان کې د نانسي  هاچ دوپري  دفعاليتونو  او کړنو په باره کې  خپلې علمي او څيړنيزې ليکنې  واورولي .
  دغه راز  ددغه سيمينار په پاى کې  دهېواد يوشمير  مستحقو لرغونپوهانو ته داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ستاين ليکونه  ورکړى شول .
  په پاى کې  دموسيقي دروزنې درياست  دهنرمندانو او دهېواد  ديوشمير نورو هنرمندانو له خوا  دموسيقي  پارچې اجرا شوې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته