امنیت

په ګرديز کې چاودنه وشوه

کابل باختردچنګاښ دمياشتې ١٠ :

څوشيبي مخکې  دپکتياولايت په مرکز ګرديز ښارکې  چاودنه وشوه .

په لومړنيو رارسيدلو خبرونو کې ويل شوي دي ؛چې دغه چاودنه په بايسکل کې دچاوديدونکو توکو دځاى پرځاى کيدو زيږنده ده .

دپکتياولايت  امنيه قوماندان مل پاسوال زلمي اورياخيل باختراژانس ته وويل  چاوديدونکي توکي په يوبايسکل کې ځاى پرځاى شوي و اوپه ګرديزښارکې دغزني دموټرو تم ځاى ته څيرمه دکابل بانک دنماينده ګي دودانۍ په وړاندې وچاوديدل.

خبرځاى زياته کړه چې تراوسه پورې ددغي چاودنې له امله دسردرسيدلي زيان دقيق شمير معلوم نه دي . خو دعيني شاهدانود څرگندونوله مخې يوشميرملکي وګړو ته چې په سيمه کې و زيان اوښتي دي.

دپيښي جزئيات وروسته خپريږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته