امنیت

د ملي دفاع وزارت خبرتيا!

کابل باختر و غويي د مياشتې ١١ مه
د ملي دفاع وزارت ټولو  هغو نارینه او ښځینه ځوانانو ته چې د ملي اردو د افسرانو په اکاډمۍ کې د شمولیت غوښتنه لري خبر ورکول کېږي چې ، دغه اکاډمۍ د پنځلسمې دورې لپاره محصلین مني او د نوم لیکنې لړۍ د مرکز او ولایتونو د جلب او جذب په  قوماندانیو کې پیل شوې ده .
د شمولیت شرطونه:
۱- د افغانستان د تذکرې در لودونکي وي .
۲- د کاندید عمر د ۱۸ نه تر ۲۵ کلونو پورې وي.
۳- د دولسم ، څوارلسم او یا لېسانس سند درلودونکى وي.
۴-  د پوره روغتیا څخه برخمن وي او په نشه يي توکو روږدى نه وي.
۵-  د پوهنتونونو او ملي انستېتیوتونوفارغانو ته لومړیتوب ورکول کېږي .
۶ د ښځینه کاندیدانو لپاره د کورنۍ موافقه شرط ده.
یادونه : ټول محصلین ( نارینه او ښځینه) د تحصیل په موده کې د لیلې په شکل دي او ټول د اړتيا وړ توکي د اسلامي او افغاني دود او  فرهنګ په چوکاټ کې دوى ته په پام کې نیول شوي دي.  د تحصیل په دوران کې مدد معاش هم ورکول کېږي .
د نوم لیکنې لړۍ د اعلان د خپریدو نه د  غویي (ثور ) میاشتې تر ۳۱ مې نیټې پوري د هېواد د جلب او جذب په ټولو قوماندانیو کې دوام لري  او د آزموینې نېټه د جلب او جذب قوماندانیو له خوا داوطلبانو ته ویل کېږي.
د لاډېرو معلوماتو لپاره د جلب او جذب قوماندانۍ سره  په دغې شمېرو اړیکه نیولی شئ :  ۰۷۰۰۱۶۹۳۸۵- ۰۷۹۹۱۴۲۷۴۱-۰۲۰۲۶۵۱۹۰۱-۰۷۰۰۰۸۷۱۶۵
پاى_ سعيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته