ورزش

د خراسان ټيم د ننګرهار د واليبال سياليو اتل شو

کابل/ د لړم ٢٦مه/ باختر
د خراسان ټيم د ننګرهار د واليبال د سراسري سياليو اتلولي وګټله.
دغه ټيم په پاى لوبه کې د غلام حيدر جيلاني ټيم ته په ماتې ورکولو سره د اتلوالۍ جام وګاټه.
دغه سيالۍ د ننګرهار د خراسان پوهنتون، د بېلابېلو ولايتونو د شپږو ټيمونو په ګډون په جلال آباد ښارکې په لاره اچول شوې وې.
د خراسان ټيم د کابل ښاروالۍ او نور رحمان تره خېل ټيمونو ته په ماتې ورکولو سره پاى لوبې ته لاره وموندله او په مقابل کې د غلام حيدر جيلاني ټيم د کابل ښاروالۍ او جهان سپورټ ټيمونو ته په ماتې ورکولو سره دغه پړاو ته رسېدلى و.
دواړو ټيمونو ښه لوبه وکړه، خو د خراسان ټيم د يوه په وړاندې په دوو سره لوبه وګټله.
د خراسان پوهنتون يوه مسوول باختر آژانس ته وويل چې دغه سيالۍ د سولې لپاره د سياليو په نامه په هېوادکې د سولې او دوستۍ او د ځوانانو ترمنځ د ورزش د ودې او بنسټيز کېدو په موخه پيل شوې وې.
ختم-ج – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته