سیاست

د مالیې وزیر د سعودي عربستان د شاهي هېواد د سوداګرۍ له وزیر سره وکتل

کابل_باختر د غويي د مياشتې٢٨ مه
د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، چې په یو رسمي سفر ریاض ته تللی، پرون یې د سعودي عربستان د شاهي هېواد د سوداګرۍ له وزیر ډاکټر مجید بن عبدالله القاصبي، سره وکتل.
د ماليې وزارت د عامه اړيکو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ د لومړنۍ ګډې سوداګرۍ او اقتصادي ناستې پر جوړیدو، د کانونو پر سکټور، کرنې، د ساختمانونو په جوړیدو، د زعفرانو په ګډون د افغانستان غوره تولیداتو ته د صادراتو د زمینې پر برابریدو، د افغانستان پر غالیو، وچو او تازه میوو او یو نورو مسایلو بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
د ناستې په پای کې پریکړه وشوه، چې له دواړو لورو څخه یو ګډ کاري ټیم دې د دو میاشتو په موده کې په دوه اړخیزه هوکړه لیک کار وکړي او تر نهایي کېدو وروسته، د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ خونو له لورې لاسلیک شي.
دغه راز د سعودي عربستان د شاهي هېواد د سوداګرۍ وزیر د افغانستان له لوري ورغلي استازي ته د ښه راغلاست د ويلو ترڅنګ وویل چې د روان کال په اوږدوکې به افغانستان ته سفر وکړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته