نړۍ

د آلمان پارلمان دافغان پناه غوښتوونکو دايستلو له بندولو غوښتنه رد کړه.

برلين- دويچه ويله – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٨
د آلمان پارلمان يا بوند ستاګ دخپلې جمعې د ورځې غوڼده کې دهغو افغانانو دايستلو دبندولو غوښتنه چې دپناه غوښتنې ليکونه يې نه دي منل شوي رد کړل . او لومړۍ ډله افغانان دتيرې ٤ شنبې په ورځ له آلمان څخه وشړل شول.
د آلمان پارلمان يوند ستاګ دافغانانو دشړلو دبندولو لپاره د آلمان د دوو جناحو شنو او کيڼ لاسو غوښټنه رد کړه .
د آلمان دواړو لورو .شنو او کيڼ لاسو ديوبل ترڅنګ په خپلو غوښټنو کې دنه منل شويو افغان مهاجرينو دايستلو بنديز طرحه کړ او د پارلمان استازو دغې غوښتنې ته منفي رايه ورکړه.
د آلمان کيڼ لاسي سياستوال اولايلکه دافغانانو ايستل وحشيانه او غير انساني کار وباله او ويې ويل درواغ دي چې په افغانستان کې خوندي سيمې شته .
ده وويل چې دغه هيواد ته د آلماني ځواکونو استول د دې مانا لري چې حالت په هيڅ صورت ډآدمن نه دي له شنو ګوند څخه لويزه ا متسبرګ هم وويل چې د افغانستان په شان هيوادونو ته شړل ، دبشر دحقوقو په باره کې زموږ له ادعا سره اړخ نه لګوي.
دتيرې ٤ شنبې په ورځ يوه ٣٤ کسيزه ډله افغان مهاجران خپل هيوادته ستانه کړى شول.
دغه اقدام دبيلابيلو ډلو په تيره بيا د آلمان دحکومت داپوزسيون له نيوکې سره مخامخ شو.
د آلمان دشنوګوند مشر چم اوزد مير له يوې ورځپاڼې سره په مرکه کې دغه اقدام دهغوکسانو په مخ څپيړه بللې ده چې داستوګنې حالت يې نامشخص دى  او اوس بايد د زياتې وارخطايې خوند وڅکي.
ده په مسيحي ديموکرات ګوند کې انګلا مرکل په ګونديوالو نيوکه وکړه چې ويلي يې دي هغه افغانان چې بيرته استول کيږي،هغوى په خپل هيواد کې هيڅ خطرنه ګواښوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته