امنیت

دوه غله په تخار کې ونيول شول

 کابل / د زمري ۱۵ مه / باختر
د تخار پوليسو پرون په دغه ولايت کې دوه وسله وال غله ونيول.
د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالخليل اسير باختر آژانس ته وويل چې د دغې قوماندانۍ منسوبينو دوه کسان له يوې تومانچې، يو موټرسايکل او يو مبايل ټليفون سره  د دغه ولايت د چال ولسوالۍ په مربوطاتو کې ونيول.
هغه زياته کړه: دغه کسان له هغه وروسته ونيول شول چې د دغې ولسوالۍ يو اوسېدونکې يې ټپي او د هغه يو موټرسايکل او مبايل يې غلا کړي وو.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته