سیاست

جمهور رئیس غني د دوه ورځني رسمي سفر لپاره سعودي عربستان ته روان شو

کابل باختر د کب درې ويشتمه
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ، د دوه ورځني رسمي سفر لپاره  نن له غرمې وروسته سعودي عربستان ته روان شو.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړونددجمهور رييس دوياند د دفترله لارې باخترآژانس ته رسيدلې ده ويل شوي دي.
جمهور رئیس غني به سعودي عربستان ته د خپل دغه دوه ورځنی رسمي سفر په بهير کې د الحرمین الشریفین له خادم او د سعودي عربستان له باچا والا حضرت ملک سلمان بن عبدالعزیز او د دغه هېواد له یو شمېر نورو چارواکو سره وګوري.
همدا راز د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني او ملګری پلاوی به یې د دغه سفر په بهيرکې  مکې معظمې ته لاړ شي او د عمرې مراسم به پرځای کړي.
له جمهور رئیس غني سره په دې سفر کې د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د اجرائیه ریاست لومړی مرستیال انجنیر محمد خان، د حج او اوقافو وزیر فیض محمد عثماني، د پوهنې وزارت سرپرست محمد شفیق صمیم، د کار، ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست واصل نور مومند، د مالیې وزارت سرپرست شفیق احمد قاري زاده، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین حکمت کرزی، د چارو د ادارې لوی رئیس عبدالسلام رحیمي، د سولې د عالي شورا د دارالانشأ رئیس محمد معصوم ستانکزی او د جمهوري ریاست د عالي مقام ویاند اجمل عبید عابدي ملګرتیا کوي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته