امنیت

د داعش د ځانمرګو یرغلګرو د لېږدونې مسوول په ننګرهار کې ونیول شو

کابل / د وږي ۲۴ مه / باختر
هغه سړی چې ویل کېږي ننګرهار ته د داعش ډلې د ځانمرګو یرغلګرو د لېږدونې مسوولیت په غاړه لاره؛ ونیول شو.
په زبان مشهور ملا محمد زمان د داعش ډلې له یو بل غړي سره تېره شپه د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې د ملي امنیت په ځانګړو عملیاتو کې ونیول شو.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي باختر آژانس ته وویل چې ملا محمد زمان په ننګرهار کې د داعش ډلې د ځانمرګو یرغلګرو د لېږدونې مسوولیت په غاړه لاره.
د خوږیاڼي د څرګندونو له مخې؛ دغه داعشي په ننګرهار کې په لسګونو ډار اچوونکو بریدونو کې لاس لاره.
ياد کس په خپلو لومړیو تحقیقاتو کې په ننګرهار کې په څو وروستیو کلونو کې د لسګونو ځانمرګو یرغلګرو پر لېږدولو اعتراف کړی دی.
د داعش ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پاى/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته