امنیت

دفارياب په ځانمرګي بريد کې اته ديرش تنه شهيدان شول

 

کابل  باختردلړم دمياشتې ٥ :

يو ځانمرګي بريد کوونکې نن دميمني ښار دعيدګاه په جومات کې ځان وچاوه چې له امله يې اته ديرش  تنه شهيدان شول او څه ناڅه ديرش تنه نورټپيان شول.

دفارياب دوالي مرستيال عبدالستار بارز باختراژانس ته وويل په شهيدانو کې اوولس تنه ملکې وګړي او پنځلس تنه پوليسان شامل دي .

دخبرځاى دڅرگندونوله مخې  ځانمرګي بريد کوونکې هغه وخت ځان په  جومات کې وچاوه چې لمونځ کوونکې دنيکمرغه لوى اختر دلمانځه له ادا کولو وروسته له  جومات څخه دوتلو په حال کې وو.

دميمني ښار له خلکوسره يوزيات شمير  حکومتي مسوولينو هم  په لمانځه کې ګډون کړي وو.

دفارياب ولايت امنيه قوماندان عبدالخالق آق ساى  په نننۍ  چاودنه کې ټپي او  ددغه ولايت  دعامه نظم قوماندان شهيدا شوي دي  .

دعيني شاهدانو دڅرگندونوله مخې  ځانمرګي بريد کوونکې غوښتل  دفارياب په امنيه قوماندان چې غوښتل  يې دلمانځه له اداکولو وروسته خپل موټر ته لاړ شي بريد کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته