کابل باختر د ليندي پنځمه :
ملي پوليسو پرون شپږ تنه دکابل ښار په بيلابيلو سيمو کې دجنايي جرمونو په اړوند ونيول .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ .
په نيول شويو کسانو دکابل ښار په مربوطاتو کې دوژنې ، غلا او د نشه يي توکو دقاچاقو تور لګول شوى دى چې دپوليسو له خوا دکابل ښار دپنځلسمې ، اوومې او شپاړلسمې حوزې په مربوطاتو کې ونيول شول .
دغه راز دکابل دنړيوالې هوايي ډګر سرحدي پوليسو څلور تنه دڅه ناڅه دوه کيلوګرامه هيروئينو دقاچاقو په اړوند ونيول او دغو کسانو غوښتل چې دغه نشه يي توکي له هيواد څخه بهر ته وليږدوي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ