سیاست

جمهور ريیس غني د خلیج دولتونو له سکرتر جنرال سره وکتل

کابل باختر د وږي٤مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ريیس محمد اشرف غني پرون ماښام په خپل استوګنځای کې د خلیج دولتونو له سکرترجنرال ډاکټر عبداللطیف بن راشد الزیاني سره وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې ډاکټر عبداللطیف بن راشد الزیاني جمهور ريیس غني ته د ښه راغلاست پرمهال په هېواد کې د وروستیو تروریستي پېښو په ځانګړي ډول د واده پر مراسمو د ترهګریز برید له امله جمهور ريیس، د افغانستان خلکو او د قربانیانو کورنیو سره غمشریکي وکړه.
نوموړي وویل، د سعودي عربستان پاچا او ولیعهد ورته په افغانستان کې د عامو خلکو د ژوند د ښه والي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا په خاطر له افغانستان سره د پوره او هراړخیزې همکارۍ لارښوونه کړې.هغه زیاته کړه، د واده پر مراسمو تروریستي برید د دښمن د ماتې څرګنده نښه ده.
نوموړي د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د افغانستان د خلکو اتلولۍ او سرښندنې وستایلې او ويې ویل، موږ د افغان دولت په رهبرۍ د افغانستان په ثبات او روښانه راتلونکي ډاډه او باوري یوو.
جمهور ريیس غني د ډاکټر عبداللطیف بن راشد الزیاني له غمشریکۍ او د افغانستان په اړه د نېک نېت لرلو او همکاریو څخه په مننې وویل، له سعودي عربستان سره دوستانه مناسبات زموږ لپاره  ځانګړی ارزښت لري.
د هېواد جمهور ريیس څرګنده کړه، د ترهګرۍ ګډ تهدیدونه لا هم موجود او القاعده هم د بیا احیا په هڅه کې ده، د دغو تهدیدونو د دفعه کولو لپاره باید لا متحد او همکار واوسو. هغه زیاته کړه، سوله زموږ ملي اړتیا او غوښتنه ده او د تلپاتې سولې د تامین لپاره واضح اراده او برنامه لرو.
جمهور ريیس وویل، د پخواني شوروي اتحاد د یرغل او څلوېښت کاله جګړو له امله افغانستان سخت زیانونه لیدلی او په هره برخه کې لا ډېر کار ته اړتیا لري.
هغه زیاته کړه، موږ غواړو چې افغانستان د سیمه ییزې همکارۍ او انرژۍ د تبادلې پر مرکز او څلور لارې بدل کړو.
پاىذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته