ټولنه

څه ناڅه ۷۰ زره تنه مهاجرين هېواد ته راستانه شوي دي

کابل باختردلړم دمياشتې ٩نيټه : د روان ميلادي کال په بهيرکې څه ناڅه ۷۰ زره تنه افغان مهاجرين له ايران ، پاکستان او نورو هېوادونو څخه هېواد ته راستانه شوي دي . باختر آژانس د مهاجرينو د راستنولو چارو وزارت د خبرپاڼې له خولې خبر راکړ: ۲۶ زره تنه له ترکيې څخه، ۲۲۸۷ تنه له اروپا او ۳۲ زره ۱۰۲ تنه له نورو هېوادونو څخه هېواد ته راستانه شوي دي. په خبرپاڼه کې دغه راز ويل شوي دي چې په روان کال کې د بېځايه شويوکسانو شمېر ۴۷۲ زره ۶۶۱ تنو ته رسيږي چې له دې جملې څخه ۴۵۰ زره ۳۵۲ تنه يې خپلو اصلي سيمو ته ستانه شوي دي. پاىج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته