امنیت

په هرات کې دجعلي سندونو دتشخيص دستګاه ودرول شوه

کابل باختردسلواغې دمياشتې ١٢ :

دفرانسې په همکاري دهرات په هوايي ډګر کې دجعلي سندونو دتشخيص دستګاه فعاليږي.

دهرات  دوالي مرستيال اصل الدين جامي نن په کابل کې دفرانسې دسفارت له استازو سره په کتنه کې  ددغې طرحې په هرکلي سره دفرانسې  په لازياتو همکاريو ټينګاروکړ.

دفرانسې دسفارت استازي وايي دنوى دستګاه له درولو او فعالولو وروسته به دهرات دهوايي ډگر کارکوونکې هم تر روزنيز پروګرام لاندې ونيسي.

سيمه ييزو مسوولينونو په دې کتنه کې دپوليسو دفعاليتونو په پرمخ بيولو کې دفرانسې  دهمکاريو ددوام غوښتنه وکړه.

په يوه بله پراختيا کې دهرات پوليسو پرون ددغه ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې ددښمن دوسلو يوه زيرمه کشف کړه .

 دهرات ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال سيداقا ثاقب دغه خبر تائيدکړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته