اقتصاد

ملي تدارکاتو کمېسیون د ملي دفاع وزارت تدارکاتي پروژې وارزولې

کابل /باختر/دوږی ۲ یمه

د ملي تدارکاتو کمېسیون  غونډه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې له ۲۴۳ میلیون څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت د لارښوونو غوښتنې او یادښتونو په ګډون د ۱۰ تدارکاتي مواردو د ارزونې په پایله کې لازم تصمیمونه او لارښوونې وشوې.

په ورکړل شویو تړونونوکې، د لوی درستیز د مخابرې ریاست د اړتیا وړ مخابرو پرزې او۳ کیلو واټه جنراتورونو تهیه او تدارک، د ملي اردو د مرکزي قطعاتو او جزوتامونو او د ساحوي قول اردوګانو اړتیا وړ شپږ قلمه تازه مېوې برابرولو پروژې تړون ورکړه او د ملي اردو د قطعاتو او جزوتامونو اړتیا وړ صحرایي تحکیماتو د ۱۰۱ قلمه موادو د تدارک په اړه د پرېکړې تحقق هم په کې شامل دي.

همداراز په یادو ۱۰ تدارکاتي مواردو کې، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې اړوند ( کاپيسا، پروان، پنجشېر، بامیان، پکتیا، نورستان، سمنګان، غور، بادغېس او نیمروز) ۱۰ ولایتونو کې د ملي دسترخوان پروژې لپاره د واحدې سرچینې روش څخه په استفادې د همکارو موسسو د ګومارلو په هکله د لارښوونې غوښتنې په اړه لازمې لارښوونې وشوې.

د کمېسیون دې غونډه کې، د ادارو ترمنځ د تدارکاتي چارو د چټکتیا او د همغږۍ پیاوړتیا په موخه اړوندو ادارو ته لازمې لارښوونې وشوې، پردې سربېره ټېنګار وشو چې تفکيک او لومړیتوب ته په پام  دې د پروژو تدارکاتي چارې د هغو له قانوني نېټې سره سمې بشپړې شي 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته