ورزش

د روح الله نيکپا دوياړه ډک برياليتوب له امله دجمهور رييس دمرستيال محمد کريم خليلي پيغام .

د افغانستان پتمن او اتل ملت خوښ يم چې يوځل بيا ددې خاوري  اتل بچۍ روح الله نيکپا دلندن په ٢٠١٢ سياليو کې دژيړو مډال په ګټلو سره وياړ  ترلاسه کړ او دنړۍ دنورو اتلانو او مډال راوړونکو تر څنګ يې دافغانستان لوړ بيرغ ورپاوه .

 زه ددغه وياړه ډک برياليتوب او ارزښتناکې  ورزشي  بريا له امله  دافغانستان سر لوړي ملت په تيره بيا دالمپيک دملي کميټې درهبري هيئت ، ځوانانو د هيواد ورزشي ټولنې اوروح الله نيکپا او دده کورنۍ ته مبارکي وايم او دا دهيواد دودې  اولوړتيا په  برخه کې دافغانستان دبچيانو داستعداد ، ځواکمني اوظرفيت څرګندوي بولم .

 ما دهيواد دورزشي ټيم سيالۍ ، په تيره بيا د روح الله نيکپا زړوري اوشهامت  لرونکي مبارزې وکتلې او دبرياليتوب لپاره مو دعا وکړه .

 هيله لرم چې له دې وروسته ددې خاوري بچيان  دجګړې  او تاوتريخوالي له امله  له ستونزو او مصيبتونو څخه خلاص  شي  او خپل هيواد ته زياتې اوښې وياړنې ترلاسه کړي

 هيله لرم چې دهيواد زړور او استعداد لرونکي ځوان نثار احمد بهاوي په نږدي راتلونکي  لوبه کې  يوبل وياړ دافغانستان   ملت ته وګتي او يوځل بيا ددې هيواد نوم دنړۍ دمډال راوړونکو په لړۍ کې ثبت شي .

  له مومنو اوروژه لرونکو هيوادوالو څخه غواړم چې دده دبرياليتوب  لپاره هم دعا وکړي . 

 دلندن په سياليو کې دورزشکارانو شتون وښودله  چې دافغانستان خلک د تيرو ګډوډيو له امله له ټولو ستونزو سره سره دهيواد دودې  او ترقي په لاره کې  دپاملرنې وړ ظرفيت اوځواکمني لري  له هغو ورزشکارانو  څخه چې ويې نه کړاي شول مډال ترلاسه  کړي غواړم چې هيڅکله  ناهيلي او نا اميده نه شي او ډاډمن اوسي  چې په راتلونکي کې به زيات برياليتوبونه زموږ دخلکو او هيواد په برخه شي  دزياتوبرياليتوبونو په هيله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته