سیاستخبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

امنيتي او دفاعي ځواکونو ته د يونيفورم برابرول يو ښه پيل دى، چې بايد دوام وکړي

کابل، د غبرګولي۲۱مه، باختر
امنيتي او دفاعي ځواکونو ته يونيفورم يو هويت دى او اسلامي امارت د دغه هويت پر پياوړتيا ژمن دى.
د باختر آژانس مبصر ليکي؛ د کورنيو چارو وزارت پوليسو ته نوى يونيفورم مشخص کړ، پوليسو ته د نوي يونيفورم وېشل دا امکان برابروي چې د امنيتي ځواکونو او د غير مسوولو وسله والو کسانو د تفکيکولو لپاره په تدبير سره عمل وکړي.
په يونيفورم سره د پوليسو سمبالېدل د ښاري نظم په ټينګښت او د امنيتي پروګرامونو په تطبيقولو کې اغېزمن دى.
دغه کار د قانون په تطبيق او د نظم په اعادې کولو کې يو ارزښتناک ګام دى، چې ټولنه د قانون منلو په لور سوق کوي، ځکه په بشري ټولنه کې د قوانينو وضع کول، د چارو د تنظيمولو او د ګډوډۍ د مخنيوي لپاره مهم کار دى، اوس امنيتي ځواکونه د مشخصو دليلونو او د معاذيرو له مخې زياتره په سنتي جامو دنده ترسره کوي.
په داسې حال کې زيات وسله وال کسان په ښارونو کې په همدې جامو سره تګ راتګ کوي او زياتې جنايي پېښې چې په وروستيو مياشتو کې په هېواد کې رامنځته شوې دي د امنيتي ځواکونو”مجاهد او طالب” له نامه څخه په استفادې سره ترسره شوې دي.
په داسې حال کې، چې د اسلامي امارت مجاهدين زياتره په پوځي قرارګاه وو کې ځاى پرځاى او د يو امر تابع دي. د مجاهد او طالب له نامه څخه د ناوړې استفادي ستونزه اسلامي امارت ته یوه امنیتي معظله شوه چې مسوولین یې دې ته اړ کړل چې د دغې نيمګړتيا لرې کولو لپاره اقدام وکړي. په دغې ستونزې د برياليتوب يوه لاره د پوليسو ځواکونو ته يونيفورم برابرول دي، د پوليسو او د نورو پوځي بنسټونو ځواکونو ته د يونيفورم برابرول کولاى شي د امارت له مسوولينو سره د ښه امنيت د تامنيولو او د امنيتي ځواکونو له نامه څخه د ناوړې استفادې په مخنيوی کې مرسته وکړي.
له بل پلوه د کورنيو چارو وزارت پوليسو ته د يونيفورم په برابرولو سره کولاى شي د حکومت دغه اجرایوي برخه خپلې اصلي دندې ته چې د قانون تنفيذ دى، نږدي کړي، امنيتي او دفاعي ځواکونو ته يونيفورم يو هويت دى، داسي هويت چې د دغو بنسټونو هر منسوب ته جرأت او زړورتيا او په عين حال کې صلاحيت ورکوي او هغوى د خپلو دندو اصلي هدف ته چې د ټولنې د امنيت تامينول او په هېواد کې د نظم او امنيت کنټرولول دي زيات نږدي کوي.
اوس خلک د يونيفورم لرونکو کسانو په ليدو سره په خپلو امنيتي ځواکونو او بنسټونو زيات باور کوي، د يونيفورم په نشتوالي کې هر وسله وال کس او هر استفاده کوونکي سړي ځان پوليس معرفي کاوه چې د امنيتي ځواکونو له نامه څخه زياتې ناوړې استفادې وشوې.
بايد وويل شي، چې په لومړي ګام کې په کابل او قندهار کې د پوليسو ځواکونو ته يونيفورم وېشل کيږي، د پوليسو د نوي يونيفورم په برابرولو کې اصلي خبره دا ده چې د دغه يونيفورم د جوړولو لګښت په تېرنظام کې د پوليسو يونيفورم د جوړولو له لګښت څخه ۷۰ سلنه کمه ده، دا ښيي چې په تېرنظام کې اختلاس، غلا او ناوړه استفادې ترکومې کچې پورې وه او تر کومې اندازې پورې د عسکر او افسر ډوډۍ غلا کېده په داسې حال کې چې نن اسلامي امارت له فساد سره مبارزه د يو شعار په توګه نه بلکې يو لارښود په توګه تعقيبوي او هڅې کوي چې بيت المال او ملي شتمني وساتي او په دې لاره کې بريالى هم دى.
امنيتي او دفاعي ځواکونو ته د يونيفورم برابرول يو ښه پيل دى، چې بايد دوام وکړي.
\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته