امنیت

سل تنه ډار اچوونکي ووژل شول

کابل باختر دوږي  دولسمه :
په تيرو څلور ويشتو ساعتوکې د هېواد د ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو په عملياتوکې١٠٠ تنه ډار اچوونکي ووژل شول. په دغو عملياتوکې دغه راز ٨٩ تنه نور ډار اچوونکي ټپيان شول .
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
د هېواد ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو د توپچي او هوايي قوتونوپه ملاتړ د ننګرهار، غزني، پکتيا، پکتيکا، قندهار، روزګان، دايکنډي ، فراه، بادغيس، تخار، بغلان ، کندز ، سرپل ، جوزجان ، بلخ او د هلمند د ولايتونو په مربوطاتوکې په ډار اچوونکو ډلو بريدونه وکړل چې له امله يې سل تنه ډار اچوونکي ووژل شول او نهه اتيا تنه نوريې ټپيان شول .
په دغو عملياتوکې ډار اچوونکو ته ډير دروند زيان د پکتيکا ولايت د اومنې ولسوالۍ په مربوطاتوکې اوښتى دى .
په خبرکې ويل شوي دي چې په دغې ولسوالۍ کې ٤٧ تنه ډار اچوونکي وژل شوي دي .
دغه راز د قندهار ولايت په مربوطاتوکې ٢٤ تنه ډار اچوونکي او د لوګر ولايت د څرخ ولسوالۍ په مربوطاتوکې ١٨ تنه ډار اچوونکي وژل شوي دي .
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر په دغو عملياتوکې د ملي اردو د ١٥تنو منسوبينو د شهادت خبر هم ورکړى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته