امنیت

يوتښتوونکى ونيول شو

کابل باختر د تلي دويمه :
هغه سړى چې په تخار ولايت کې د يو پنځه ويشت کلن هلک په تښتولو تورن و؛ نن دپوليسوله خوا ونيول شو.
د تخار ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى خليل اسيرباخترآژانس ته وويل: دبدخشان ولايت دکشم ولسوالۍ د نوآباد د کلى اوسيدونکى شيخ تيمور دوه ورځې مخکې د تخار ولايت د آهن درې په جوغم کلى کې دکرامت الله په نوم يو پنځه ويشت کلن هلک تښتولى و .
دپوليسو دڅرګندونو له مخې: تښتوونکى سړى دبدخشان  ولايت په کشم ولسوالۍ کې دپوليسو له خوا ونيول شو .
  خبرځاى زياته کړه: کرامت الله خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.
اسير زياته کړه چې تښتوونکى شيخ تيمور په خپلو لومړنيوتحقيقاتوکې دکرامت الله د تښتولو په اړوند اعتراف کړى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته