کابل باخترد وري دمياشتې ٧ :
د اطلاعاتو اوفرهنگ وزارت ابلاغيه
داسلامي فرهنګ دپايتخت په توګه دغزني دنمانځنې د اوونۍ په هرکلى د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د شعر، لنډو داستانونو، تاريخي رمان، انځورګرى، خطاطى او موسيقى په برخه کې سيالۍ ترسره کوي.
دهيواد شاعران، ليکوال اوهنرمندان کولاى شي خپل آثار چې دغزني په اړوند وي؛ د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت، د فرهنګ رياست ته وليږي، ډيرو ښو آثارو ته جايزې هم ورکول کيږي .
د آثارو د اخيستنې نيټه د ١٣٩٢ کال د وري دمياشتې ١٥نيټه ده .
د زياتو معلوماتو لپاره دې له دغو ټيلفوني شمېرو سره اړيکي ونيسئ .
٠٧٠٠٢٨٠٠٣٢ او ٠٧٠٠٢٣٩٢٦٤
1 د یوې دقیقې څخه لږ