امنیت

دوسله والو طالبانو دډلې يو قوماندان په غزني ښارکې ونيول شو

کابل  باختر دکب دمياشتې ٢٧:
د ملي امنيت دلوى رياست موظفينو د ځانګړو عملياتو په بهير کې دوسله والو  طالبانو دډلې يو قوماندان  قاري خليل الرحمن  چې دغزني ښار په مربوطاتو کې يې  دتروريستي او ځانمرګو بريدونو مسووليت په غاړه درلود ، نيولى دى.
دملي امنيت د لوى رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته  ديوې خبرپاڼې  په ليږلو سره ويلي دي  :  دغه قوماندان  له زياتې مودې  را په دې خوا په غزني ولايت کې    په  تروريستي او ورانکارو فعاليتونو بوخت و  چې  له نيکه مرغه  دسيمې دخلکو په همکارۍ  ونيول شو.
دملي  لوى امنيت رياست  له امنيتي او دفاعي  ځواکونو سره دخلکو دهمکارۍ  له امله خوښي څرګنده کړه او  دلازياتو  همکاريو غوښتنه يې وکړه  چې  ددغه شان پيښو دکتنې په صورت کې دې  دملي امنيت له   ١٩١٩  شميرې سره اړيکه ونيسي  او خپله ايماني او  وجداني  دنده   ادا کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته