ټولنه

دسيلاونو له امله دوه سوه کورونه او دکانونه ويجاړ شوي دي .

کابل باختر دثور  دويمه

  په هرات ولايت کې دسيلاونو له امله يوه ښځه ووژل شوه او ديوې کورنۍ څلور تنه غړي ټپيان شول .

 په دغو سيلاونو  کې چې د پښتون زرغون ، غوريانو ادرسکن اوښينډڼډ په ولسواليو کې راوتلي دي څه دپاسه دوه سوه کورونه او دکانونه او دکرنې په سلګونوجريبه ځمکه ويجاړه شوې ده .

 دهرات له طبيعي پيښو سره دمبارزې دتياري داداري رييس   مبارز حميدي باختر اژانس ته وويل دهغوي له خوا څلور ټيمونه دتاوانونو دسروي او اندازه  او دسملاسي مرستو لپاره سيمې ته استول شوي دي .

  خبرځاى وويل  په يو زرو پنځه سوه مصيبت ځپلو کورنيو له موجودو امکاناتو څخه لومړنۍ مرستي  وويشلي شي .

 دغه راز په بادغيس ولايت کې دسيلاونو دراوتلو له امله درې تنه وژل شوي او يو تن ټپي شوى دى اودکرنې څه دپاسه دوه زره جريبه ځمکه  ويجاړه شوې او څلور زره څاروي له منځه تللي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته