امنیت

د ډار اچوونکو دبريد مخه ونيول شوه.

کابل – باختر د لړم دمياشتې ٢٤
دملي امنيت دلوى رياست موظفينو په غزني ولايت کې ديو ډار اچوونکي بريد مخه ونيوله.
دملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ. يو ډار اچوونکي ډله غوښتل په غزني ولايت کې له چاوديدونکو توکو بار له يو کرولا موټر څخه په استفادې سره دغزني ښار دمحمد مصطفي په جامع جومات کې دجمعې دلمانځه د ادا کولو په وخت کې په لمونځ کوونکو ځانمرګې بريد وکړي چې دملي امنيت دلوى رياست دمنسوبينو له خوا کشف او شنډ کړى شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته