اقتصاد

د ملي تدارکاتو کمېسیون د ۱.۳ میلیاردو افغانیو په ارزښت د روغتون او سړک جوړولو او تجهیزاتو په ګډون لس نوي تړونونه منظور کړل

کابل_باختر د لړم د مياشتې١
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه تېر ماښام په ارګ کې جوړه شوه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې د ۱.۳ میلیاردو افغانیو په ارزښت د سړک او روغتون جوړولو او بېلابېلو تجهیزاتو په ګډون دلس نويو پروژو د تړونونو د ورکړې غوښتنه له ارزونې وروسته تائید شوه چې جزئیات یې په لاندې ډول دي:
• د جوزجان ولایت د ۱۰۰ بستریز روغتون د جوړولو قرارداد؛
• د کاپیسا ولایت په کره‎ تازه سیمه کې د ۱۱ کیلو متره سړک جوړولو قرارداد؛
• د هرات ولایت د اوبې ولسوالۍ له بیدک څخه تر سروان سیمې د اوبو بهېدنې د لښتیو په ګډون د ۱۹.۳۵ کیلومتره پوخ سړک د جوړولو قرارداد؛
• د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت استوګن سفارت د ودانۍ جوړولو قرارداد؛
• د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ د ترکمن کانال د بیارغونې قرارداد؛
• د کابل ښاروالۍ د اړتیا وړ  وسایطو تجهیزاتو د تدارک قراداد؛
• د کابل ښار له بره کي سړک څخه تر سرای شمالي پورې او د قلعه زمان خان سړک د اړتیا وړ غاړو تېږود ۴ قلمه تدارک قراداد؛
• د کورنیو چارو وزارت د اړتیا وړ  ۲ قلمه مخابروي وسایلو تدارک قراداد؛
• د ملي دفاع وزارت د اړتیا وړ  ۲۴۰ متحرکو او ثابتو امنیتي کمرو او ۵۹ قلمه پرزه جاتو د تدارک قرارداد؛
• د ملي دفاع وزارت اړتیا وړ د اور وژنې او اور ضد (ضدحریق) ۱۲ قلمه ملزمه تجهیزاتو د تدارک قراداد؛
سربېره پر دې په بېلابېلو ولایتونو کې د سرکونو د پروژو د ۱۲ قراردادونو د مودې د تمدید په اړه د فواید عامې وزارت وړاندیز چې د امنیتي، اجتماعي او موسومي دلایلو له امله یې کار درېدلی وو د بیا پیلولو او پاتې چارو د بشپړولو په خاطر د کمېسیون له لورې منظور شو چې لاندې پروژې په کې شاملې دي:
• له شبرغان څخه تر درزاب پورې د سړک جوړولو او بیارغونې پروژه؛
• د هرات ولایت له زنده جان څخه تر پل غوریان پورې د سړک جوړولو پروژې لومړۍ او دوېمه برخه؛
• له شهرستان څخه تر دایکنډي د سړک د بیارغونې د پروژې لومړۍ برخه؛
• د هرات ولایت پشتون زرغون سړک جوړولو پروژه؛
• د لغمان ولایت له عمرزیو څخه تر مهترلام بابا پورې د سړک جوړولو او بیارغاونې پروژه؛
• د دایکنډي ولایت له شهرستان څخه تر  قوناق کوتل پورې د سړک جوړېدو پروژه؛
• له دایکنډي څخه تر شهرستان پورې د سړک جوړولو او بیارغاونې پروژې پنځمه برخه؛
• د تره خېلو تنګي سرک، قیر فابریکې نه د تره خیلو، ده سبز ولسوالۍ مرکز میرعلم قلا، قلعه بالای ‎ده یحیی، پاچاصاحب پایمنار او د قصبې عمومي سړک جوړولو پروژه؛
• د میدان وردګو ولایت د جلریز ولسوالۍ د سنګ‎لاخ درې سړک جوړولو او بیارغونې پروژه؛
• د نورستان ولایت له پل‎ دهن نه تر منډول د دوآب سړک جوړېدو او بیارغاونې پروژې لومړۍ او دوېمه برخه؛
بل پلو د لوګر ولایت دڅرخ ولسوالۍ د اوبو برېښنا تولید کوچنۍ پروژې جوړېدو قراداد د مودې تمدید غوښتنه هم تصویب شوه.
جمهوررئیس غني د سړک په پروژو کې د تحرک رامنځته کېدو له امله د فوایدعامې وزارت وروستي اقدامات وستایل او ټېنګار یې وکړ، دغه وزارت دې د اوسنیو پروژو د بشپړولو او قراردادي شرکتونو د کار زیاته څارنه او پاملرنه وکړي. 
دغه راز د ملي تدارکاتو کمېسیون د پکتیا ولایت د مچلغو بند د  ابتدایي ارزونې راپور وارزاوه او د راتلونکې پروسې د لا چټکې بشپړتیا په خاطر یې لازمې لارښوونې وکړې.
جمهوررئیس ټینګار وکړ، د دغو تدارکاتي پروژو بهیر د بشپړېدو په موخه دې د انرژۍ او اوبو وزارت، د تدارکاتو ملي اداره او د افغانستان د شفافیت څار بنسټ ګډې هڅې وکړي او ډېر ژر دې موضوع بیا د تدارکاتو ملي کمېسیون ته د لازم تصمیم په خاطر وړاندې کړي.
بل پلو د زابل ولایت د ۱۰۰ بستریز روغتون د جوړېدو قراداد ورکړه د تدارکاتي اسنادو د لا زیاتې اروزنې په موخه بېرته ور وګرځول شوه.
د ملي تدارکاتو کمېسیون دغه راز په قندهارکې د عمر فاروق (رض) د جامع جومات د جوړولو پروژې په اړه د ښار جوړولو او سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې پر وړاندیز غور وکړ او د ښار جوړولو وزارت یې مکلف کړ چې له سیمې څخه کتنه وکړي او د پروژې د وروستیو مرحلو په موخه دې خپل راپور د افغانستان اسلامي جمهوریت کابیني ته وړاندې کړي.
په دې غونډه کې د ملي تدارکاتو کمېسیون د رئیس او غړو ترڅنګ د ملي شورا د مالي او بودجې کمیسیون، د ولسي جرګې د ملي اقتصاد کمېسیون، سیګار، غوڅ ملاتړ سیستیکا او د افغانستان د شفافیت څار ملي او بین المللي څارونکو حضور درلود.#
پاى_ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته