امنیت

څه ناڅه دوه سوه تنه دار اچوونکي اودجنايي جرمونو تورنو کسانو په ننګرهار کې ونيول شول .

کابل باختر د زمري دويمه :
په تيرو دوو مياشتو کې څه ناڅه دوه سوه  تنه ډار اچوونکي او دجنايي جرمونو تورنوکسان په ننګرهار ولايت کې نيول شوي دي .
دغه کسان دځانګړو عملياتو ، پلټنو  او دملي امنيت له مامورينو  سره په نښته کې دننګرهار ولايت په مربوطاتو کې  نيول شوي دي .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باختراژانس ته وويل چې دملي امنيت مامورانو ددوو مياشتو په بهير کې  ديو اويا تنو داعشي ډار اچوونکو دطالبانو دډلې دشپږ پنځوسو غړو ،  ١٩ تنو انسان تښتوونکو او دجنايي جرمونو ديوويشتو تورنوکسانو په نيولو بريالي شوي دي .
درارسيدلو خبرونو له مخې،   له دغو افرادو څخه په سلګونو جنګي وسايل ترلاسه شوي دي .
  دننګرهار دملي امنيت خبرځايونه وايي چې نيول شويو کسانو له تحقيقاتو وروسته عدلي او قضايي ادارو ته سپارل شوي دي .
  ختم- عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته