ټولنه

ښاري بسونه د قندهار د رايې ورکوونکو په خدمت کې

کابل باختر د لړم پنځمه :
په قندهار ولايت کې ښاري بسونه د راى ورکوونکو د ليږدونې په خاطر فعاليت کوي.
د قندهار ولايت سيمه ييز مسوولين وايي: د هغو رای ورکوونکو د ليږدونې لپاره چې له لرو پرتو سيمو څخه د رای ورکولو مرکزونو ته راځي، ښاري بسونه فعاليت کوي
دا په داسې حال کې ده چې د قندهار ولايت په لرو پرتو سيموکې د راى ورکولو مرکزونو ته د خلکو تګ راتګ زيات وخت نيسي او زيات لګښت لري .
د قندهار د والي وياند عزيز احمدعزيز باختر آژانس ته وويل چې په لسګونو ښاري بسونه د رايې ورکوونکو د ليږدونې بهير پيل کړی دی.
ده وويل: هلې ځلې کوي چې په قندهارکې راى ورکوونکو ته ټولې اسانتياوې برابرې وي.
دا په داسې حال کې ده چې په قندهار ولايت کې د رای ورکولو بهير دوام لري .
د کميسيون د کارکوونکو په وخت نه رسيدل، د يوشمېر مرکزونو نه پرانستل او يا ناوخته پرانستل، د بايومتريک د دستګاوو نه کار کول او د انتخاباتي پاڼې کمښت هغه ستونزې دي چې د نورو ولايتونو په شان په قندهارکې هم شته .
  ختم- ج_ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته