سیاست

پو هاند عبدالسلام عظيمي هيواد ته راستون شو.

کابلباختر دثور١١
د افغانستان د اسلا مي جمهوريت قاضي القضات پو هاند عبدالسلام  عظيمي چې د ترکيې د اسلامي جمهوريت د مقاماتو په رسمي بلنه د(مسلمه امت د اجماع او عا مه پوهوي )په نړيوال سمپوزيم کې د ګډون په مقصد دغه هيواد ته تللي و نن له غرمې وروسته هيواد ته راستون شو .
دسترې محکمې دخپرونو رياست باختر اژانس ته خبر ورکړ: په دې مپوزيم کې چې دروان ميلادي کال د اپريل دمياشتې په ٢٧ او ٢٨ نيټه د ترکيې په استانبول ښارکې جوړ شوى و ، د اسلا مي هيوادونو فقيانو او جګپوړو قضايي شخصيتونو ګډون کړي وو، دقرا ني نصوصو اود اسلا مي فقهې د اصولو ، روزنيزو ،ټولنيزو او فرهنګي اړخونو له پلوه دامت داجماع دمصدر، مقام او مشروعيت اود معاصر ژوندانه په برخه کې د هغو د کارولو او پايلو او په هغوپورې يوشمير نورو اړوندو مهمو اوضروري مسئلو په باب علمي او شرعي خبرې و کړې . او قاضي القضات هم د  مسلمه امت د اجماع اود اسلام د تمدن اود اسلامي ټولنې دپرمختګ او پراختيا په تګلوري کې داسلا مي شريعت ديو مصدر په تو ګه د هغه درول په باب خبرې و کړې .
قاضي القضات دسمپوزيم له پاى ته رسيدو  وروسته د مولا نا جلال الدين محمد بلخي پو هنتون په رسمي بلنه د ترکيې د اسلا مي جمهوريت قونيه ښار ته سفر و کړ اود ستر مولا نا دارامګاه د زيارت او په هغې ميلمستيا کې د ګډون په ترڅ کې چې دده  په وياړ  ددغه پو هنتون له خوا شوې وه ، ددغه پو هنتون له رئيس ، مسوو لينو او استادانو سره وکتل اود علاقې وړ بيلا بيلو مسئلو په باب دخبرو ترڅنګ يې په دغه نوي جوړ شوي پوهنتون کې د افغان محصلانو د جذب غو ښتنه وکړه چې د اړوندو مسو لينو له خوا    په دې باب دهمکارۍ ژمنه وشوه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته