ټولنه

په غورکې د موټرو د تګ راتګ يو پُل پرانيستل شو

کابل/باختر/ د زمري ٩مه
د غور د لعل اوسرچنګل په ولسوالۍ کې د موټرو د تګ راتګ يو پُل پرون ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د غور د کليو د بيا رغاونې او پرمختيا رييس انجنير محفوظ الله فکور باختر آژانس ته وويل چې دغه پُل د خلکو د ١٠ سلنې ونډې په ګډون د غور د کليو  د بيا رغاونې او پرمختيا رياست له بودجې څخه د ٦ ميليونو ٦١٤ زرو افغانيو په لګښت د ١٢ مترو په اوږدوالي او د پنځو مترو په سور د لعل او سر جنګل په آب باريک کلي کې جوړ شوى دى.
هغه وويل چې د دغه پله په جوړېدو سره د ١٢ کليو د اوسيدونکو په تګ راتګ کې اسانتياوې برابرې شوې دي.
ختم- ف – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته