امنیت

په زابل کې دبرېښنا شرکت دپنځوکارکوونکو وژل کېدل

کابل /دمرغومي  ٢٧مه /باختر :
دبرېښنا شرکت پنځه  کارکوونکي په زابل کې دماين په چاودنه کې ووژل شول
دغه کارکوونکي پرون ناوخته دوارداتي برېښنا دمزو دغځولو لپاره دخپل کار ساحې ته روان وو چې دشهرصفا ولسوالۍ په عمومي واټ کې دهغوى دسپرلۍ  په موټر ماين وچاوديد .
دزابل دامنيې قوماندانۍ درسنيو دفتر باختراژانس ته ديوې خبرپاڼې په  لېږلو سره خبرورکړ چې په دې پېښه کې دبرېښنا شرکت پنځه انجنيران او فني کارکوونکي ووژل شول .
دزابل پوليس طالبان ددغې ماين ښخوونې لامل بولي .
خبرپاڼه زياتو چې دغه انجنيران اوفني  کارکونکي دوارداتي برېښنا دمزو دغځولو لپاره دخپل کار ساحې ته روان وو چې بريد پرې وشو .
  دطالبانو ډلې  تراوسه پورې  په دې اړوند څه نه دي ويلي .
  ختم_ عطاالله_ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته