سیاست

دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي دخواشينۍ او ډاډ ګيرنې پيغام .

کابل باختر  دغبرګولي  ١٣

 دافغانستان داسلامي  جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي  دخواشينۍ  او ډاډ ګيرنې پيغام .

 په  ډيرې خواشينۍ  سره خبر شوم  چې  جهادي شخصيت او دهيواد داردو يو پخواني افسر ، ډګرجنرال محمد زمان امرخيل  دورپيښې   ناروغي له امله له دي فاني  نړۍ څخه سترګي پټي کړي دي .

 انا الله و انا اليه راجعون

  ارواښاد ډګرجنرال  محمد زمان امر خيل  ډيره موده دهيواد دملي اردو په ليکوکې دافسر په توګه  خدمت وکړ او بيا د جهاد يو  ټينګ ملګري  شو دده  خدمتونه دقدر وړ او مړينه يي يوه ضايعه ده .

  دخپلي خواخوږي او ډاډګيرنې مراتب دده کورنۍ ، دوستانو او دميدان وردګ  ولايت خلکو ته وړاندې کوم الله تعالي دي وبخښي  او کورنۍ ته  دي يي جميل صبر په نصيبت  شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته